کابل ټکی کام ( دوشنبه ، ۱۳ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
وروسته ترهغې چې دامریکاځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دافغان قضیې دحل په موخه په خپل اووم پړاو سفر ووت، اونوموړی لومړی پاکستان ته ولاړ او هلته یې یوشمېر لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیده کاته وکړل، پاکستان له خپل اړخه د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د پاکستان او امریکايي پلاوي ترمنځ خبرې روانې دي او پر بېلو مسایلو بحث شوی دی.
ددغه وزارت ویاند محمد فیصل وایي خلیلزاد او ټیم به یې له نورو پاکستاني چارواکو سره هم ګوري خو اوس په بهرنیو چارو وزارت کې په خبرو بوخت دي.
امریکايي ټيم له پاکستان غوښتي چې د افغان سولې په برخه کې خپلې ژمنې تازه کړي.
فیصل ویلي پاکستان په افغانستان کې د سولې غوښتونکی دی او په دې برخه کې یې امریکا ته بیا هم ډاډ ورکړی دی.
زلمي خلیلزاد د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره په خبرو کې ویلي چې یوازې د خبرو له لارې افغان جګړه ختمېدلی شي او پاکستان باید خپلې همکارۍ و نه سپموي.
یاده دې وي چې خلیلزاد به په خپل اووم پړاو سفر کې له بلجیم، جرمني، قطر، پاکستان، اومتحده عرب اماراتو لیدنه وکړي او دافغان قضیې دحل لپاره به ددوی ملاتړ راجلب کړي.


















