کابل ټکی کام( دوشنبه، ۲۰غبرګولي، ۱۳۹۸)
د تخار امنیه قومندان حشمت مسلم خبریالانو ته ویلي چې له دې وروسته به د پولیسو د مرګ ژوبلې خبر نه خپروئ.
قومندان مسلم همدا رنګه خبریالانو ته ویلي چې له دې وروسته به سرتیرو ته د “وژل” کلمې په ځای د “شهید” کلمه کاروئ.
مسلم خبریالانو ته ګواښ کړی چې دا خبرې باید عملي کړي، کنه سخته سزا به وویني او زندان ته به ولیږل شي.
نوموړي خبریالانو ته دا سپارښتنې وروسته له هغه کړي چې په تلقان ښار کې د غازي امان الله خان د سوځیدلي تصویر انځورونه په سوشل میډیا کې خپاره شوي وو.
حشمت مسلم دوه سیمییز خبریالان امنیه قومندانۍ ته ورغوښتي وو او دا خبرې یې ورته کړي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې خبریالان د چارواکو لخوا په داسې ډول ګواښل کیږي بلکې څو ځله وړاندې هم ورته راپورونه خپاره شوي دي.


















