کابل ټکی کام( شنبه، ۲۵ غبرګولي، ۱۳۹۸)
کابل کې د یوه ځوان سره د پولیسو ناوړه چلند د خلکو سخت غبرګونونه راپارولي او د خلکو په وړاندې یې د پولیسو دا ډول غیرمناسب عمل سخت غندلی دی.
په سوشل میډیا کې په یوه خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي چې څو پولیس د یو ځوان سره ناوړه چلند کوي او په لغتو یې وهي.
دا پېښنه نن غرمه د کابل ښار د وزیر اکبر خان سیمې د څوارلسم سړک مخې رامنځته شوې ده.
په سوشل میډیا کې دا ویډیو په داسې حال کې خپریږي چې تیره ورځ هم دېته ورته یوه بله ویډیو خپره شوې وه.
په هغه ویډیو کې لیدل کیدل چې په کابل کې د پاکستان د سفارت مخته د پولیسو یو قومندان سپین ږیرې او مریضان وهي.
د هغې ویډیو له خپرېدو وروسته د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل چې قومندان محمداجان نیول شوی دی.
دا لومړی ځل نه دی چې د پولیسو لخوا داسې یوه پیښه رامنځته کیږي، بلکې دېته ورته نورې هم ډیرې پیښې رامنځته شوي دي.


















