چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ؛ لا هم ښکر په ښکر دي

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
جون 15, 2019
کټګوریانې: خبرونه, راپور تاژ
0
10
ځلې شریک شوی
131
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام( شنبه، ۲۵ غبرګولي، ۱۳۹۸)

ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته لا نه وو ننوتلی چې په خپلو ویناوو کې به یې د ایران په ضد سختې خبرې کولې او د نړیوال تروریزم په ملاتړ به یې تورناوه.

دا هم ولولئ

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

څنګه چې په امریکایي رسنیو کې د ډونالډ ټرمپ له نوم وړاندې ولسمشر ولیکل شو او نوموړی سپینې مانۍ ته ننوت، د ایران په وړاندې یې د عملي اقدام تکل وکړ.

ډونالډ ټرمپ لومړی امریکا له هغه اتومي تړونه وایسته چې د نړۍ د پیاوړو هیوادونو او تهران ترمنځ لاسلیک شوی وو.

له تړونه د امریکا تر وتلو وروسته ټرمپ په ایران د بندیزونو خبره راپورته کړه او ایران یې له ځینو اقتصادي بندیزونو سره مخ کړ.

ډونالډ ټرمپ د ایران د تیلو په صادرولو هم بندیز ولګاوه او ویې ویل چې چین، ترکیه، جاپان، جنوبي کوریا او هند له دې وروسته نشي کولای، له ایرانه تیل واخلي.

که څه هم ایراني مشرانو د امریکا د دې اقدام په وړاندې سخت غبرګونونه وښودل او ویې ویل چې دا د امریکا د ماتې په معنا ده خو زیاته یې کړه چې دوی ته نورې هم ډیرې دروازې خلاصي دي او خپلو تیلو ته هر ډول بازار پیدا کولای شي.

د ایران په وړاندې د امریکا ارادې سمې نه بریښیدې، دا ځل نو د ایران مشران یو بل ټکان ورکوونکی خبر اوري، امریکا د ایران انقلابي ځواک سپاه پاسداران په تور لیست کې شامل کړ.

ټرمپ او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل چې سپا پاسداران په سیمه او نړۍ کې د ترهګرو ملاتړ کوي او په دې ډول موږ دا د یوې ترهګرې ډلې په صفت پیژنو او په تور لیست کې یې شاملو

په ایران د امریکا دغه اقدام سخت دروند تمام شو او خپله د سپاه پاسداران مشرتابه د امریکا دا عمل غیر مسؤلانه وباله او زیاته یې کړه د امریکا هر ډول تیري ته به سخت ځواب ورکړو.

په دې وخت کې نو د امریکا او ایران د اړیکو د سخت خرابوالي اټکلونه کیدل او د ناوړه عواقبو په اړه یې خبرې کیدې.

امریکا ورځ تر بلې ایران ته سخت ګواښونه کول او ویل به یې چې د امریکا او متحدینو په خلاف د ایران لخوا اقدام به د ایران د ورکې په مانا وي.

ایران به یې یو په دوه ځوابونه کول او د خپلې وړتیا او ځواک خبرې به یې کولې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف څو ځله په مرکو او ټویټونو کې وویل چې ټرمپ د ایران سره د جګړې لیوالتیا نه لري خو د اسرائیلو صدر اعظم، د ملي امنیت سلاکار جان بولټن او د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان یې جګړې کولو ته هڅوي.

د ایران او امریکا تر منځ د کړکیچ د ختمیدو په پار د دوی دواړو ترمنځ د خبرو اترو خبر راپورته شو خو ایران ویل چې امریکا دې یو ځل له ایرانیانو بښنه وغواړي او خپله رویه دې بدله کړي، بیا به خبرې کوو.

د ایران او امریکا له کړکیچ وروسته په دوبۍ او عمان کې د تیلو کانټینر او کښتۍ تر برید لاندې راغلې چې امریکا د دې بریدونو پړه په ایران وراچولې ده.

امریکا د یوه برید په اړه هم کره شواهد او اسناد لا نه دي وړاندې کړي چې ګواکي دا بریدونه رښتیا هم ایران کړي، ایران د امریکا دا تورنه ردوي او بې اساسه یې بولي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي هم د دې بریدونو د صیي څیړلو غوښتنه کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د کویت استازي ویلي چې له امریکا باید پوښتنه وشي او په وینا یې چې د خپلو تورنو ثابتول به ورته یو ګران کار تمام شي.

د امریکا او ایران په کړکیچ کې کویت او قطر تر ډیره بریده د ایران تر څنګ ولاړ دي خو سعودي او عرب اماراتو بیا د امریکا لمن نیولې او د ایران په خلاف دسیسې جوړوي.

قطر له عرب هیوادونو غواړي چې ایران ګاونډی هیواد دی او باید د ګاونډي چلند ورسره وشي، نه دا چې موږ هم د غرب په پله قدم کیږدو.

په هرموز تنګي کې د سختو او ترینګلو حالاتو خبرداری ورکړل شوی دی.

لوی ټکي: امریکاایرانکړکیچ
مخکینې مطلب

هند: سختې ګرمۍ نږدې ۳۶ تنه وژلي

بل مطلب

عراق: په پلازمينه بغداد کې دامريکا په سترې پوځي اډې توغونديز بريدشوی

ځانګړي مطالب

راپور تاژ

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
افغانستان

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
افغانستان

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
افغانستان

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
افغانستان

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026

وروستي

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ همکاریو د پراخېدو او سوداګرۍ د زیاتېدو خبر ورکړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ همکاریو د پراخېدو او سوداګرۍ د زیاتېدو خبر ورکړ

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com