کابل ټکی کام ( شنبه ، ۲۵ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
باوري سرچينې وايي چې ډېر ژر د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د اووم پړاومذاکرات پیل شي.
دتېرو پړاوو خلاف دا ځل کابل ته د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سفر له پخوانیو سفرونو اوږد شو.
خلیلزاد به له وسلوالو طالبانو سره د اووم پړاو خبرو د ترسره کولو لپاره ډير ژر قطر ته ولاړ شي.
طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې طالبان به د پخوا په شان له افغانستان څخه د بهرنيو سرتېرو پروتلو او له افغانستان څخه د امریکا په ګډون نورو هېوادونو ته د ګواښ پر نه پېښېدو خبرې وکړي.
که څه هم داځل خلیلزاد تمه لري، چې په دغه پړاو کې د افغانانو خپلمنځي خبرې او اوربند هم شامل کړي؛ خو دسیاسي چارو شنونکی نظر محمد مطمئن ویلي، چې طالبان به یوازې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو پر وتو او دا، چې له افغانستان څخه به نورو ته ګواښ نه پېښېږي، خبرې وکړي.
دا اټکل هم شته، چې له دغو خبرو وروسته به د جرمني پر هڅو او د قطر په کوربتوب د افغانانو خپلمنځي خبرې هم پیل شي.
د طالبانو د واکمنۍ د امر باالمعروف رئيس مولوي قلم الدین وایي؛ تر دې دمه داسې زمینه نده برابره شوې، چې د حکومت استازي د حکومتي استازیو په توګه د افغانانو په خپلمنځي خبرو کې ګډون وکړي.
دتېرو ناستو پرخلاف داځل سياسي شنونکي او دمذاکراتو دواړه طرفین هيله څرګندوي چې په اووم پړاو مذاکراتو کې به دامريکايي ځواکونو پر وتلو او له افغانستانه نورو هېوادونو ته د تهديد په نه پيښېدنه توافق وشي.















