کرکټ نړیوال جام: د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ لوبه شروع ده

کابل ټکی کام( شنبه، ۲۵غبرګولي، ۱۳۹۸)

د کرکټ نړیوال کپ سیالیو کې نن د سویلي افریقا او افغانستان ترمنځ لوبه شروع ده.

افغانستان توپ وهنه کوي او تر دې مهاله یې د ۲۲ اورونو په لوبولو سره ۷۰ منډې کړي دي.

افغانستان څلور لوبغاړي له لاسه ورکړي او دا مهال اصغر افغان او محمد نبي توپ وهنې ته ولاړ دي.

اصغر افغان په دې نړیوال جام سیالیو کې لومړی ځل دی چې میدان ته راښکته شوی دی.

د ننۍ لوبې پچه سویلي افریقا ګټلې وه او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.

په یو ورځینیو نړیوالو سیالیو کې افغانستان په لومړي ځل له سوت افریقا سره مخ کیږي.

مربوطه مطالب

Back to top button