ناسا: داسې یو سیستم جوړو چې مریخ سیاره ۲۴ساعته په ژوندۍ بڼه وښيي

د امریکا فضايي څېړنو اداره یا ناسا پر یوه داسې  سیستم کار کوي چې په نوې تجربې سره مریخ یا سره سیاره ۲۴ ساعته په ژوندۍ بڼه وښيي.

د جیټ پروپلشن لابراټوار انجینیرانو او ساینس‌پوهانو د یوه نوي خلايي بېړۍ په جوړولو کار پیل کړی دی چې په کې به یوه غټه کمره لګول شوې وي.

د رسنیو د مالوماتو له مخې، په دې روباټيک ماموریت کې یوه هلي کاپټر ډوله وسېله هم شامله ده چې کمره له یوه ځایه به ځای ته انتقال کړ، خو دا وسایل به په ۲۰۲۰مېلادې کال کې د اټلس پنځم راکټ په وسېله دې سیارې ته استول کېږي.

د دې وسیلې وزن ټولټال ۱۰۰۰ کیلو ګرامه اټکل شوی او په دې موخه استول کېږي چې په دې دا مالومه کړي چې هلته د ژوند کولو امکانات څومره برابر دي.

دغه د مارس ۲۰۲۰ په نامه بیړۍ چې یو لوی کمره چې د سی انګ ۲۰۲۰ نوم ورکړل شوي دی پکې نصب شوي، دغه کمره ۲۴ ساعته به په ژوندي بڼه د مریخ سیاره ښي خو د پنجشنبی او جمعې په ورځ به په لیکلي بڼه د خلکو د سوالونو ځوابونه وايي.

مربوطه مطالب

Back to top button