طالبانو د ځانګړو ځواکونو د ځپلو لړۍ تونده کړې ده

لیکنه : بدر بتار
طالبان هر کال د یوې خاصې پوځي استراتیژۍ له مخې عملیات اعلانوي او معمولاً دغه عملیات د روژې له میاشتې څخه وروسته زور اخلي ، د روژې او اختر له تیریدو څخه وروسته موږ د دې شاهدان یو چې د طالبانو د الفتح عملیات توندیږي ، په زابل او تخار کې د طالبانو ډله ئیز بریدونه د عملیاتو د توندیدا ښه مثالونه دي .
خو له تیرو څو ورځو بریدونو څخه داسې معلومیږي چې د طالبانو زیات پام د ګډ حکومت د ځانګړو ځواکونو په ځپلو او د دوی د استخباراتي ماشین په ناکاره کولو راټول دی .
له اختر څخه وروسته د تیرې دوشنبې په شپه طالبانو د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ په زهرابي سیمه کې د صفر ( ۹) قطعې ( چې د بغلان په ولایت او شاوخوا ساحو کې ډیرې چاپې وهي او ډیر ځله بې ګناه ولسي هیوادوال په نښه کوي ) په یو قطار برید ترسره کړ ، د طالبانو د هغه خبر له مخې چې رسنیو ته یې د دې برید په اړه استولی ؤ په دې برید کې د صفر ( ۹ ) قطعې یو عراده موټر ویجار او ګڼ سرتیري یې وژل شوي وو ، طالبانو د خپل خبر د ثبوت لپاره د دغه قطعې د یو سوځيدلي موټرانځور هم خپور کړ ، له دې څخه وروسته طالبانو د تیرې چهارشنبې په ورځ د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په سالارو سیمه کې د کابل ـ کندهار په لویه لار او دوه ورځې وړاندې یې د کنړ ولایت په اسمار ولسوالۍ کې د ګډ حکومت ځانګړي ځواکونه د خپلو کمینونو ښکار کړل ، چې د میدان وردګو په برید کې د خاصې قطعې د قوماندان ( محمد یوسف ) په ګډون د ځانګړې قطعې د (۸) عسکرو د وژلو او یو شمیر د ټپیانولو او د شپږ عرادې موټرو د تخریب خبر ورکړ او په کنړ کې یې د دریو موټرو د تخریب او ګڼ شمیر ځانګړو ځواکونو د سرتیرو د وژلو خبر ورکړ .
له بلې خوا طالبانو په ګڼو هدفي بریدونو کې د ګډ حکومت د ځانګړو ځواکونو یو شمیر مهم افراد په نښه او ووژل لکه د میدان وردګو په ولایت کې د ( نعمت الله نظري ) په نوم د ځانګړو ځواکونو یو پیلوټ ، په غزني ولایت کې د ( ضیاء الدین سالنګي ) په نوم د خاصې قطعې یو قوماندان ، په پکتیکا ولایت کې د ( عبدالرحمن ) په نوم د پولیسو قوماندان او دې ته ورته د نورو قوماندانانو او افسرانو وژل …
د ډیرو پوځي شنونکو په آند طالبانو دا ځل د خارجي پوځونو او ګډ حکومت پر وړاندې خطرناک تکتیک ته مخه کړې ده او د دوی ستون فقرات یې تر برید لاندې نیولی دی ، ځکه ځانګړي ځواکونه هغه یواځيني ځواکونه وو چې ګډ حکومت او خارجي دوستانو یې په روانه جګړه کې حساب پرې کاوه او د طالبانو پر وړاندې د پوځي عملیاتو په ترسره کولو کې یې ډیر کار ترې اخیسته ، او ډیر اختیارات یې ورکړي وو او څه یې چې زړه ؤ هغه یې ترسره کول اګر که د ډیرو بې ګناه ولسي وګړو د تلفاتو او د ولس د ژوند د سوکالۍ د له منځه تللو په بیعه هم تمامیده .
که یو څوک ټولنیزو شبکو ته سر ورښکاره کړي ډیر هیوادول له ځانګړو ځواکونو او د دوی له له شپنیو چاپو سره سخت حساسیت لري ، ډیره کرکه ترې کوي او د دوی په ځپلو زیاته خوښي ښکاره کوي .
شنونکي زیاتوي چې کیدای شي د ځانګړو ځواکونو د ځپلو د لړۍ له توندولو څخه به طالبان ګډې موخې لري چې په سر کې يې د ګډ حکومت او خارجیانو د ملا ماتول ، د ولس د زړونو ګټل او په جګړه کې د خپل برلاسي موقف ساتل او لا پیاوړي کول دي .



