کرکټ: افغانستان په نړيوال جام سياليو کې څلورمه لوبه هم وبايلله

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲۶)

د کرکټ نړيوال جام سياليو په لړ کې افغانستان تيره ورځ له سويلي افريقا سره لوبه لره چې په پایله کې يې افغانستان ته په نهه ويکټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه سويلي افريقا وګټله او افغانستان ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه چې افغان لوبډلې په ۳۴،۱ اورونو کې ټول لوبغاړي وسوځيدل او مقابلې لوبډلې ته يې د ۱۲۷ منډو هدف وټاکه.

افغان توپ وهونکي ښه ونه ځليدل او په توپ هونه کې تر ټولو زياتې ۳۵ منډې راشدخان، ورپسې نور علي ۳۲ او حضرت ځاځي ۲۲ منډې جوړې.

د سویلي افریقا له لوري په توپ اچونه کې عمران طاهر ۴، موریس ۳ او فیلوکوایو ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د سويلي افريقا لوبډلې د افغانستان ورکړل شوی هدف په ۲۸،۴ اورونو کې پوره او افغانستان ته يې د نهه ويکټو په توپير ماتې ورکړه.

دا په نړيوال جام سياليو کې د افغانستان څلورمه سيالي وه چې سويلي افريقا ته يې وبايلله.

افغانستان به د نړيوال جام سياليو په لړ کې خپله پنځمه لوبه د کوربه هيواد انګلستان پر وړاندې ترسره کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button