کابل: په تعليمي مرکزونو کې د نوم ليکنې پروسې ستونزې جوړې کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲۶)
د کابل ښار اوسيدونکي وايي، په تعليمي مرکزونو کې د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې بهير د زده کوونکو پر تعليم اغيز کړی او ګڼې ستونزې يې جوړې کړي دي.
د ښاريانو په وينا، د ټاکنو خپلواک کمېسيون له خوا په ښوونځيو او تعليمي مرکزونو کې د ټاکنو د نوم ليکنې بهير زده کوونکي د امنيتي پيښو له ګواښ سره مخ کړي دي.
دوی غوښتنه کوي، چې د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې پروسه دې له تعليمې ادارو و ايستل شي څو زده کوونکي په ډاډه زړه زده کړو دوام ورکړي.
په عين حال کې د ملي شورا غړي هم په ښوونځيو کې د یادې پروسې د پيلېدو مخالف دي وايي چې دا چار د پوهنې پر نظام منفي اثر پريباسي.
د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال په ټول هيواد کې د بيلابیلو لاملونو پر اساس ۴۳۰ ښوونځي تړل شوي چې له امله يې درې اعشاريه اووه ميلیونه ماشومان له تعليمه بې برخې دي.



