کرکټ: د دوو سرسختو سیالانو ترمنځ لوبه؛ هند د پاکستان په وړاندې توپ وهنه کوي

کابل ټکی کام( یکشنبه، ۲۶ غبرګولي، ۱۳۹۸)
د ۲۰۱۹م کرکټ نړیوال جام سیالیو کې نن تر ټولو یوه مهمه او حساسه لوبه د لندن په مانچسټر ښار کې شروع ده.
دې لوبې ته تنها د پاکستان او هند خلک نه دي په تلویه کې بلکې د ټولې نړۍ خلک د پاکستان او هند له لوبې خوند اخلي او په ډیر دقت سره یې ګوري.
د ننۍ لوبې پچه پاکستاني لوبډلمشر ګټلي او هند ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړې ده.
دا مهال لومړی اور د امر خان لخوا شروع دی.
په روان نړیوال جام کې د هند لوبډله د پاکستان په نسبت برلاسي بریښي او په جدول کې هم تر پاکستان لوړه ده.



