د فراه مرکزي محبس څلور ساتونکي طالبانو سره يو ځای شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲۶) 

د راپور له مخې، د فراه ولايت د مرکزي محبس څلورو ساتونکو خپلې وسلې پر ځمکه ايښي او طالبانو سره یوځای شوي دي.

ځايي امنيتي سرچينې وايي، یاد څلور عسکر چې په مرکزي محبس کې د یاد محبس د ساتونکو په توګه دنده کوله نن سهار طالبانو ته ورغلي دي.

طالب وياند قاري یوسف احمدي په خپله رسمي ټويټرپاڼه طالبانو سره د يو ځای شويو عسکرو انځورونه خپاره کړي ليکي، چې د امان الله، خدایداد، عبیدالله او شاه ولي په نومونو څلور تنه چې د فراه مرکز اوسيدونکي دي او په محبس کې يې دنده لرله طالبانو سره يوځای شوي دي.

د احمدي په وينا، نوموړي پوليس   دحقائقوپه درک کولو د ګوډاګۍ ادارې څخه راجلا او د اسلامي امارت له مجاهدینو سره یوځای شول”.

طالبان وخت ناوخت په خپلو رسمي ادرسونو د هغو عسکرو او دولتي منسوبينو انځورونه او ويډيوګانې خپروي چې طالبانو سره یوځای کيږي او یا د جګړو په ترڅ کې خپلې وسلې پر ځمکه ږدي.

د یادونې ده، چې طالبان د تسليمېدونکو دولتي منسوبينو لپاره د دعوت او ارشاد او جلب او جذب په نوم ځانګړی کمېسيون هم لري چې په هڅو يې ډیری چارواکي، پوليس او نظامي کسان ورته تسليم شوي او لا هم دغه لړۍ دوام لري.

مربوطه مطالب

Back to top button