محمد بن سلمان: که د ایران لخوا مو ګټو ته ګواښ پیښ شو، جګړه ورسره کوو

کابل ټکی کام( یکشنبه، ۲۶غبرګولي، ۱۳۹۸)

د سعودي د پاچا سلمان زوی محمد بن سلمان چې ولیعهد او د سعودي د دفاع وزیر هم دی د ایران په وړاندې یې سختې څرګندونې کړي دي.

محمد بن سلمان ویلي چې سعودي له چا سره جګړه کول نه غواړي خو په وینا یې، که د چا له لوري ورته ګواښ متوجه شو نو له جګړې مخ نه اړوي.

محمد بن سلمان ایران یو نړیوال ګواښ یاد کړ او ویې ویل چې په سیمه کې د بې ثباتۍ لامل ایران دی.

د محمد بن سلمان په خبره چې له نړیوالې ټولنې د هغې غوښتنې ارزښت “د ایران په وړاندې باید غوڅ درېځ خپل شي” د سعودي په هوایي ډګر او په عمان کې د تیلو په کښتیو له برید وروسته معلوم شو.

محمد بن سلمان د ایران په ضد دا خبرې په داسې حال کې کوي چې ایران له امریکا سره هم لاس او ګرېوان دی.

په ایران تور پورې کیږي چې په عمان کې د تیلو په کښتیو برید دوی کړی خو ایران دا ادعاوې ردوي او له ایران سره یې د کرکې په بنسټ بولي.

سعودي او متحده عرب امارت د ایران او امریکا په کړکېچ کې د امریکا لمن نیولې خو قطر او کویت بیا د ایران ترڅنګ ولاړ دي او له نورو عرب ممالکو غواړي چې د ایران سره باید د ګاونډي چلند وشي.

مربوطه مطالب

Back to top button