مشرانو جرګه: د ولسي جرګې غړو د ملي شورا نوم بد کړ

کابل ټکی کام( یکشنبه، ۲۶ غبرګولي، ۱۳۹۸)

مشرانو جرګې نن د ولسي جرګې په غړو نیوکې وکړې او دوی یې د ملي شوری بدناموونکي یاد کړل.

د مشرانو جرګې غړو دا خبره په داسې حال کې کړې چې ولسي جرګه لا هم بې سرپرسته ده او د مشرۍ په سر یې سمتي او قومي جنجالونه روان دي.

نن سناتورانو په خپله غونډه کې د ولسي جرګې د اختلافاتو په اړه بحث وکړ او زیاته یې کړه چې د ولسي جرګې غړو د ملي شوری نوم بد کړی دی.

د سناتورانو په خبره چې د ولسي جرګې ځیني غړي په جرګه کې بدمعاشي کوي، حال دا چې ولسي جرګه د بدمعاشۍ ځای نه بلکې د قانون ځای دی.

مشرانو جرګه وایي چې د ولسي جرګې خپل منځیو اختلافاتو زموږ په کارونو هم بد اغیز کړی او باید وکیلان دا اختلافات له قانوني لارو او مصلحتونو حل کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button