کابل ټکی کام( یکشنبه، ۲۶غبرګولي، ۱۳۹۸)
په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي چې له امریکایانو سره په خبرو کې کوم خنډ نه دی واقع شوی.
نوموړي دا خبره له امریکا غږ انګلش سره وروسته له هغه کړې چې د ځینو راپورونو له مخې، د طالبانو او امریکایانو خبرې د ځینو ستونزو له کبله ځنډېدلې دي.
سهیل شاهین ویلي، زه فکر نه کوم چې خبرې دې جام شوي وي بلکې په تدریجي او دوامداره ډول د پرمختګ په حال کې دي.
د سهیل شاهین په وینا دا خبرې به هغه وخت په موسم کې شي چې امریکایان د خپلو ځواکونو د ایستلو اعلان وکړي.
سهیل شاهین دا خبرې په داسې حال کې کوي چې ممکن په اووم پړاو خبرو کې امریکایان او طالبان په دوو مهمو موضوعاتو موافقه اعلان کړي.
په ورته وخت کې ویل کیږي چې د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د طالبانو یو پلاوي چین ته هم سفر کړی او د هغه هیواد له چارواکو سره یې سلا مشورې کړي دي.
















