کرکټ: پاکستان ته د هند ۳۳۷ لوړ هدف

کابل ټکی کام( یکشنبه، ۲۶غبرکولي، ۱۳۹۸

په روان نړیوال جام سیالیو کې نن د انګلینډ د مانچسټر ښار په اولډ ټرافورډ تاریخي لوبغالي کې د هند او پاکستان ترمنځ لوبه روانه ده.

هندي لوبغاړو توپ وهنه وکړه او د پنځوسو اورونو په لوبولو سره یې ۳۳۶منډې جوړې کړې او پاکستان ته یې ۳۳۷ منډې لوړ هدف وټاکه.

پاکستان ته د دې هدف پوره کول یو سخت کار تمام دی.

د ننۍ لوبې پچه پاکستاني لوبډلمشر سرفراز احمد ګټلې وه خو هند یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

ننۍ سیالي د نړیوال جام سیالیو تر ټولو مهمه او حساسه لوبه بلل کیږي او په ټوله نړۍ کې یې مینه وال په ډیر دقت سره ګوري.

د هند او پاکستان ترمنځ د کرکټ سیالي له ډیره وخته ده او ډیری وخت سیاسي اثر هم پرې پروت وي.

مربوطه مطالب

Back to top button