سي ان ان: دامريکا له ګواښونو سره سره ترکيه له روسيې s-400 سيسټم پېري

کابل ټکی کام ( يکشنبه ، ۲۶ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل

نږدې دوه ونۍ وړاندې امريکا ترکيې ته خبرداری ورکړ، که ترکيه له روسيې سره دs-400سيستم لغوه نکړي، نوله امريکا سره به د پرمختللو الوتکوقرداد وبايلي.

خوترکيه د امریکا له ګواښونو سره سره وایي چې له روسیې څخه به د S-400 دفاعي سیسټم انتقال راتلونکې میاشت پیل شي.

د سي ان ان ټلویزیون د راپور له مخې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې ترکیې ته به د S-400 ډوله دفاعي سیسټم لېږد راتلونکې میاشت کې پیل شي.

امریکا ځکه له دې سیسټمه وېره لري چې وایي د امریکا ساخت F-35 ډوله جنګي جیټ الوتکو ته ګواښ دی.

امريکا همېش دخپلو رقيبانو دځپلوپه تکل ده، ځکه نوکله روسيه اوکله ايران له سياسي، اقتصادي، اونظامي فشارونو لاندې راولي.

مربوطه مطالب

Back to top button