ننګرهار: د ترافیکي پیښې له امله درې کسان مړه شوي، څلور نور ټپیان دي

کابل ټکی کام( یکشنبه، ۲۶غبرګولي، ۱۳۹۸)
په ننګرهار کې د یوې ترافیکي پیښې د رامنځته کیدو له کبله ۷ کسانو ته مرګ ژوبلې اوښتې چې درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
دا ترافیکي پیښه د جلال اباد-تورخم په لویه لار په نهمه ناحیه کې رامنځته شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي رسنیو ته ویلي چې ټکر د یو مسافر وړونکي مورسډیز او الټو موټر ترمنځ شوی دی.
د خویاڼي په وینا چې د ډریورانو د ناسم موټر چلونې له امله یاده ترافیکي پېښه رامنځته شوې چې په وینا یې د پولیسو تر څیړنې لاندې ده.
خوږیاڼی وایي، په وژل شویو کې یوه ماشومه هم ده او په وینا یې ټپیان روغتون ته رسول شوي دي.
د ټپیانو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دی.
دا لومړی ځل نه دی چې داسې پیښه رامنځته کیږي بلکې په لویو لارو دېته ورته ډیرې پیښې رامنځته کیږي.



