کابل ټکی کام (جمعه ۲۵ مرغومي ۱۳۹۴ ل) فرید احمد
په فرانسه کې یوې محکمې راب لاري په دې تور ونیولو چې د یوې افغان ماشومې ژوند یې په خطر کې اچولی دی. هغه په افغانستان کې د دندې په مهال له یوه افغان وګړي سره ملګرتیا درلودله، چې د همدې ملګري څلور کلنه ماشومه یې له ځان سره وړې ده.
د برتانيې پخواني عسکر راب لاري کوښښ کولو چې یو څلور کلنه ماشومه له ځان سره هېواد ته یوسي، چې په همدې تور د فرانسې یوې محکمې هغه جریمه کړ.
د فرانسې یوې محکمې هغه یوازې پدې چې د یو ماشوم ژوند یې له خطر سره مخ کړی دی ۱۰۰۰ یورو جریمه کړ.
لاري د ۲۰۱۵ کال په اکتوبر میاشت کې افغان څلور کلنه ماشومه بهار احمدي له ځان سره پټه کړې وه چې د فرانسې د پولیسو لخو ونیول شو.
تېره ورځ هغه په محکمه کې خپل ځان حاضر کړ او ویې ویل چې دا کار یې د رحم له وجې کړی دی.
هغه وویل چې د بهار احمدي پلار په کراتو ورڅخه وغوښتل چې ماشومه لور یې له ځان سره برتانیې ته یوسي .
د محکمې دا شک دی چې لاري به په ماشوم پيسې اخیستې وي، خو لاري وویل چې د ماشوم پلار ډېر غریب سړی دی او نشي کولای چې پيسې چاته ورکړي.
نن محکمې هغه خوشي کړ او یوازې یې د پيسو جریمه پرې ولګول .
















