کابل ټکی کام (جمعه ۲۵ مرغومي ۱۳۹۴ ل) عبدالله هاشمي
د افغانستان د دولت دویم مشر ع عبدالله وايي چې له هر قسمه ترهګرو سره به وسله واله مبارزه پر مخ وړي، او پرې به نږدي چې یو ځل بیا ترهګر په ملک کې واک ته ورسیږي.
پرون په کابل کې یوې غونډې ته عبدالله په خطاب کې وویل چې سولې ته هم ژمن دی خو له ترهګرو سره به خپلې چټکې مبارزې ته ادامه ورکوي.
په خپله وینا کې عبدالله زیاته کړه، «له ترهګرۍ سره به مبارزه کوو، که هغه په هر نوم فعالیت کوي، داعش، طالبان او القاعده ټول زمونږ دښمنان دي.»
د یادولو ده چې عبدالله وروسته له هغه دا څرګندونې کوي چې په هېواد کې د سولې خبرو ته هیله مندي ښودل شوې ده.
ډېری مبصرین پدې اند دي چې شمالي ټلواله نه غواړي چې له طالبانو سره خبرې وکړي او یا په هېواد کې سوله تامین شي، او (ځکه) يې دا ښیې چې د طالبانو په راتلو سره شمالي ټلوالې ته د پای ټکی اېښودل کېږي.
















