د هېواد ولسمشر اشرف غني ، چې لومړی يې تر خپلې کاميابۍ او څو ګند وروسته په کار پېل وکړ ، ويې ويل: په هېواد کې به له سولې او امن وروسته د ښې دولتدارۍ لپاره د اداري فساد مخه نيسم، په لومړي سرکې يې وويل چې ستره محکمه تر نورو ادارو په اداري فساد کې زيات لاس لري او بيا يې کابل بانګ ته مخه وکړه. ترڅه وخته د سترې محکمې او يا په ولاياتو کې د محکمو د اداري فساد بحثونه وشول ؛ خو ترسړيدو وروسته دا بحثونه بيا ګرم شول ، چې قاضیان او څارنوالان په پراخه کچه په ډول ډول فساد کې لاس لري.
د مدني او حقوقي بنسټ چارواکو څرګنده کړې ده ، چې د بلخ په ولايت کې تر نورو دولتي مامورينو ، قاضيان او ولسوالان په اداري فساد کې زيات ککړ دي او دولت يا امنيتي ارګانونو د دوی په کړنو ، چې ولس ترې دعذاب په اور کې پروت دی هېڅ ډول اقدامات نه کوي.
د يادې ادارې چارواکو رسنيو ته ويلي وو، چې ډېر ژر به د بلخ د ولايت د۹ قاضيانو او ۱۲ څارنوالانو نومونه رسنيو ته وسپاري ، چې د بلخ په ولايت کې يې د رشوت اخيستنې او عصب ترڅنګ په زندان کې په زنداني ميرمنو د خلاصون په پلمه پرښځو جنسي تېري کړي دي.
د مدني حقوقو د بنسټ ادارې لخوا په ورکړل شوي راپور کې ويل شوي ، چې د بلخ ولايت قاضيان او څارنوالان د مجرمينو څخه د دوسيو له منځه وړلو په نامه موټرو او نغدو پيسو غوښتنې کوي ؛ خو تر ټولو سترجنايت کې يې د زندان د مامورينو په وسيله پر يو شمېر زنداني ښځو جنسي تيري دي ، چې د بند څخه د خلاصون په نامه يې ورباندې کوي.
دا مهال يوازې په بلخ کې نه ؛ بلکې د يادې ادارې د معلوماتو په اساس چې راپورونه يې ورکړي په لسو زنداني ښځو کې په درې ښځو د خلاصون په نامه د قاضيانو او څارنوالانو د زندانونو د مسؤلينو په شمول جنسي تيري کړي دي.
د معلوماتو له مخې په هرات ، بادغيس ،غور ،بلخ ، فارياب فراه کې ۲۷څارنوالانو او ۱۹قاضيانو په زندانونو کې پرښځو جنسي تيري کړي دي.
له بلې خوا د نيمروز ولايت څخه هم د بنده د خلاصون په پلمه د قاضیانو ، څارانوالانو او د زندان د مسؤلينو لخوا پر ښځو د جنسي تيري راپورونه ورکړل شوي دي ، چې په دې کړنوسره ويلي شو ، چې نه په ازاد ژوند کې د چا سره ، مال او حيا خوندي ده اونه په زندان کې. څرنګه به دا ډول دولت اوادارې سره دولس مرسته او ډاډ ترلاسه شي.
ولس به دا ومني چې په يو شمېر زورواکو به د دولت وس ونه رسېږي او واکمن به دهمدې زورواکو د حضور په سيوري کې خپله واکني پالي ؛ خو ترڅو به د دې مظلوم ولس پر سر دا عذاب وي ، تر څو به دا ولس د بې حيايۍ او بې عزتۍ ژوند ګالي ، تر څو به ولس د پرديو او د پرديو اهدافو د پوره کيدو په خاطر د خپلو کورنويو د غړو د لاسه په ورکولو دغم په ټغر ناست وي ، ترڅو چې په هېواد کې د اسلامي او افغاني نظام او کلتور برابر اقدام ونشي ستونزمنه ده ، چې دا نظام دې تر ټاکلي وخته وپايي.


















