طالبان: د محمد مرسي مرګ لویه ضائعه ده

کابل ټکی کام( سه شنبه، ۲۸غبرګولي، ۱۳۹۸)

طالبانو د مصر د پخواني ولسمشر او د اخوان المسلمین ګوند مشر دوکتور محمد مرسي په مرګ خواشیني ښودلې، کورنۍ، فکري ملګرو او ټولې اسلامي نړۍ ته یې تسلیت ویلی دی.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره باندې د مرسي د مرګ په اړه یوه اعلامیه خپره شوې او د نوموړي مرګ یې د مصر او ټولې اسلامي نړۍ لپاره لویه ضائعه بللې ده.

په اعلامیه کې محمد مرسي یو مظلوم یاد شوی او پکې ویل شوي چې د اسلام لپاره د نوموړي ستړیاوې او تکلیفونه نه هیریدونکي او د تل لپاره به مسلمانان پرې ویاړي.

“د مظلوم دوکتور مرسي سرګذشت او د ده په وړاندې شوی ظلم او جفا ثابتوي چې ریښتیني مبارزه او هدف ته رسیدل څومره ستړیاوي، تکالیف، قرباني او لوړ عزم غواړي، د نوموړي ثبات او استقامت به د حق د پیروانو لپاره یوه بیلګه وي او د اسلام او بشریت تاریخ به همیشه ورباندې ویاړي.”

دوکتور محمد مرسي چې د مصر لومړنی ولسمشر وو او د تیرو څو کلونو راهیسي د سیسي لخوا په زندان کې وو، تیره ورځ د محکمې پر مهال وفات شو.

د نوموړي د مرګ په اړه په ټوله اسلامي نړۍ کې سخته خواشیني ښودل شوې او دی یې یو مظلوم شهید یاد کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button