نور يې خپل ملت په حقارت کې ليدل نه غوښت!!

ولسمشر مرسي د مصر قانوني ولسمشر شپږ کاله د زندان په تیارو او شکنجو کې تېر کړل پداسې حال کې چې برحال او د نړۍ د هر قانون له مخې قانونې ولسمشر وو٠

شاید له زندان څخه یې د امت د بیدارۍ هیلې لرلې هغه هیڅکله د شکست لفظ اوریدل نه خوښول د حتمي بریا په امید یې هلته تر نن پورې شپې سبا کولې٠

خو ویده امت یواځې ننداره کوله نور یې دغه حالت سپیڅلي غرور ونه مانه نن یې زغم پای ته ورسید٠

مرسي نن د قاضي په وړاندې داسې یوه قاضې چې نه یې اراده خپله وه نه یې په لاس کې نیولی قانون د زړه سکته وکړه نور یې خپل ځان خپل ملت او ټول امت په حقارت او ضعف کې نه لیدل٠٠٠

ولسمشره!

ته میړنی وې په میړانه راغلې په میړانه لاړې!

تاریخ به دې تل یاد وساتي٠٠٠

برین جنتونه دې ځای٠

مربوطه مطالب

Back to top button