(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲۹)
د افغانستان سولې او طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت استازي زلمي خليلزاد د طالبانو د قطر دفتر د وياند سهيل شاهين د پرونيو څرګندونو په غبرګون کې تازه ټويټونه کړي دي.
پرون طالب وياند سهيل شاهين په يوه ټويټ کې ويلي و چې امريکايانو د مذاکراتو په جريان کې موافقه کړې چې له افغانستانه به ټول ځواکونه اوباسي او بيا به د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي او د طالبانو مهمې غوښتنې يې منلې دي:”په مذاکراتو کې امریکایانو منلې چې خپل ټول قوتونه به له افغانستان څخه باسي او په راتلونکي کې به په افغانستان کې هیڅ ډول مداخله نه کوي. نو دا ښه پرمختګ دی”.
څو ساعته وروسته خليلزاد د امريکا استازي خليلزاد ټويټ وکړ چې له طالبانو سره د بل پړاو خبرو پيلولو لپاره په تياري بوخت دی او په دغه پړاو کې د یوې جامعې موافقې په لټه کې يو؛ نه یوازې د وتلو د موافقې په لټه کې.
خليلزاد یو ځل بيا ټينګار کړی چې د سولې جامع موافقه څلور برخې لري زياتوي: د ترورزیم ضد ضمانت، د بهرنيو عسکرو وتل، داسې بين الأفغاني خبرې چې سياسي مصالحې ته لاره هواره شي او څلورم هر اړخيز دايمي اوربند دی او دا هغه څه دي چې طالبانو منلي دي.
خليلزاد وايي، که په يادو ټولو اجزاوو موافقه ونه شي؛ نو په هيڅ شي به موافقه نه کيږي.
له تيرو څو مياشتو راهيسې امريکا له طالبانو سره د افغانستان جګړې د ختمولو پر سر خبرې روانې کړي چې تمه ده راتلونکي اووم پړاو مذاکراتو کې به د دواړو خواوو له خوا په ځينو اجزاوو موافقه وشي.


















