کرکټ نړيوال جام: افغانستان خپله پنځمه لوبه هم وبايلله

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲۹)

د کرکټ نړيوال جام سياليو کې افغانستان لوبډله پرون له انګلنډ سره مخ شوه چې د منډو په لوی توپير يې ماتې وخوړله.

د لوبې پچه انګلنډ وګټله او خپله يې د توپوهنې پريکړه وکړه چې افغانستان ته يې په ټاکلو پنځوس اورونو کې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۳۹۷ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان له خوا بيا لوبډلمشر ګلبدین نایب او دولت ځدراڼ درې درې لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان ملي لوبډلې دا ځل د نورو لوبو خلاف ټول اورونه ولوبول او په ټاکلو پنځوس اورونو کې يې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۷ منډې جوړې کړې او په ۱۵۰ منډو يې له انګلنډ څخه ماتې ومنله.

د افغان ملي لوبډلې له خوا بيا تر ټولو زياتې ۷۶ منډې حشمت الله شهيدي، ورپسې ۴۶رحمت شاه او ۴۴ منډې اصغر افغان جوړې کړې.

په نړيوال کرکټ جام سياليو کې د افغانستان دا پنځمه لوبه وه چې بايلي يې.

د افغانستان راتلونکې لوبه د هند پر وړاندې د جون په ۲۲ نېټه په ساوت همپټن کې ترسره کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button