رضا بهرامي: هېواد مو واک کې دطالبانو دسهم ملاتړکوي، خو دادټول واک دانتقال په معنی نده

کابل ټکی کام (چهارشنبه ، ۲۹ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
افغانستان کې د ایران سفیر رضا بهرامي وایي، چې هېواد یې په واک کې د طالبانو د سهم ملاتړ کوي، خو دا په دې مانا نه ده چې دوی غواړي د ټول افغانستان واک هغوی ته وسپارل شي.
بهرامي په کابل کې له یو خصوصي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، ایران له افغانستان او د سیمې له نورو ښکېلو هېوادونو سره د افغان سولې له پروسې ملاتړ کوي او ټینګار کوي چې باید دا پروسه د افغانانو په مالکیت مخ ته لاړه شي.
هغه دغه راز پر ایران د امریکا بندیزونو ته په اشارې ویلي، د سیمې د مبهم وضعیت په اړه اندېښمن دی او د پېښېدونکو بدو پېښو پړه باید یوازې په ایران ونه تپل شي.
ایران په واک کې د طالبانو د ملاتړ خبره په داسې حال کې کوي چې دا هېواد په وار وار د افغان حکومت او امریکا له خوا له طالبانو سره پر اړیکو تورن شوی دی خو ایران بیا دا اړیکې د افغان سولې پروسې لپاره ګټورې بولي.
طالبانو په دې وروستيو کې د سيمې له يو شمېر هېوادونو سره خپلې سياسي اړيکې پراخې کړي، اوهغوی يې په دې قانع کړي ترڅو له دوی سره ديو سياسي او نظامي قوت په څېر برخورد وکړي.



