ډيپلوماټ مجله: امريکا نه ده توانېدلی ترڅو دافغان دولت په اړه دطالبانو دريځ بدل کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه ، ۲۹ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)

ډيپلوماټ مجلې د افغان سولې بهير ته له بېلابېلو اړخونو کتنه کړې.

مجله وايي امريکا تراوسه نه ده توانېدلې چې د خبرو په بهير کې له افغان حکومت سره د ناستې په تړاو د طالبانو دريځ بدل کړي، د مجلې په خبره دا يې ناکامي ده.

خو زياتوي د سولې په خبرو کې د ځنډ يا ټپ ولاړ حالت اصلي لامل له افغانستان د امريکايي ځواکونو د وتلو څرگند مهالوېش دى.

داسې نه پرېښي چې د مجلې په وينا دا په ټپ ولاړ حالت دې راتلونکو اوونيو يا مياشتو کې بدل شي.

ليکوال وايي اوس په افغانستان کې نړيوالې ټولنې سره د دغه هېواد د اړيکو ساتلو په برخه کې دوه ستر بلاکونه رامنځته شوي.

يو يې د ولسمشر غني په مشرۍ افغان حکومت دى چې ډېر په امريکا تکيه دى.

بل طالبان او ځينې نور افغان سياسي ډلې دي چې له ځينو سيمه ييزو هېوادونو سره د ډيپلوماتيک اړيکو په جوړولو بوختې دي.

مجله چين ته د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو د پلاوي سفر ته هم اشاره کوي او وايي له دې څرگندېږي چې په افغانستان کې کې او طالبانو سره څومره د چين اړيکې ډېرې شوې دي.

ورځپاڼه وايي د پوهېدو وړ خبره ده چې د افغانستان کورنى سياست يو ځل بيا بېلابېلو کورنيو او نړيوالو ځواکمنو لپاره د سيالۍ په ډگر بدل شوى.

مربوطه مطالب

Back to top button