ولې د امريکا لخوا په مرسي پلان شوې کودتا کاميابه شوه او په اردوغان نه؟

ليکوال احمد منصور

2013کال په مصر کې د اخوان المسلمين تنظيم مشر دوکتور محمد مرسي د انتخاباتو له لارې د مصر واکمن شو، نوموړي له فلسطيني مسلمانانو سره مرستې کولې او هغوي ته يې په خپل هېواد کې پناه ورکړه يو کال روسته د پوځ د مشر عبدالفتاح السيسي له لوري پرې کودتا وشوه او مرسي يې د واکمنۍ له ماڼۍ د ﺯندان تورو تمبو ته يوړ، هغه وخت اکثره شنونکي په دې آند ول چې په مرسي کودتا کول او ﺯنداني کول د امريکا عمل دى او دليل يې دا نيوه چې مرسي له فلسطيني وګړو سره خواخوږي درلوده چې دا امريکا ته د منلو نه وه.

دا دوشنبه مرسي په محکمه کې د خبرو کولو په موقعه د لږ بې هوښۍ څخه روستو ساه ورکړه، د اخوان المسلمين له اعلامې او د رجب طيب اردوغان له خبرو معلوميګي چې نوموړى په قصدي ډول وژل شوى خو چې هر ډول ده؛ يوه لويه ضايعه ده د امت مسلمه لپاره.

اوس دا ادعاوې تر ډيره رښتونې شوې چې په مرسي کومه کودتا شوې وه په هغې کې د امريکا لاس وه، امريکا نه يواﺯې په هغه کودتا وکړه، بلکې په هغو هېوادو کې یې هم د کودتا هڅې کړي، کوم چې امريکا د ځان له لپاره خطر ګڼل هغه هېوادونه په لاندې ډول دي،
شمالي کوريا،ايران، چين ترکيه…

امريکا په دې هر يو هېواد کې د السيسي په لټه کې وه که څه هم په ترکيه کې يې پيدا کړو خو څه ګټه ورته ونه رسوله او د ترکې السيسي چې کومه کودتا په اردوغان وکړه ناکامه شوه

اوس پوښتنه دلته دا مطرح کېږي چې ولې د امريکا پلان شوې کوداتا په مرسي کاميابه شوه او په اردوغان نه ؟

ﺯما په آند په اردوغان پلان شوې کودتا ناکامېدل دولاملونه درلودل

١- د اولس لخوا يې په پوره ډول ملاتړ
٢- په پوځ کې خپل کسان او يا جاسوسان درلودل

هو هغه وخت به مو په تصويرو کې ليدلي وي چې اولس څه ډول د پوځ لخوا په حکومت د کوداتا کولو مخه ونيوله او بل لکه چې يادونه مو وکړه اردوغان ﺯما په آن دا درک کړې وه نو ځکه يې وار دمخه په پوځ کې خپل کسان او جاسوسان ځاى پر ځاى کړي وه، په وخت يې له ماجرا اردوغان خبر کړ دا چې اولس له اردوغان سره دومره مينه لرله وجه يې دا وه چې نوموړي هلته کلونه واکمني کړې، خامخا به يې خپل اولس ته خدمت کړى وي.

داچې په مرسي کودتا کاميابه شوه ځکه چې دنوموړي لا يو کال د واکمنۍ وتلى وه په دومره کمه موده کې د پوره ملت ﺯړونه خپلول او ﺯيات خدمت ورته کول خورا ګران عمل دى. همدارنګه مرسي په پوځ کې نه خپل کسان لرل او نه جاسوسان چې همدغه يې د ناکامۍ ستر لامل او علت وه.

مربوطه مطالب

Back to top button