دکتور مرسي د معاصرې نړۍ تر ټولو ستر شخصيت

څارنوال حشمت عبيدي

هغه چې با انصافه سياسي حریفانو يې هم په مظلوميت ګواهي ورکړې وه ،خو د السيسي په نوم د نړۍ تر ټولو بزدله او بي وجدانه څيره ، د خپل دغه حريف په وړاندې دومره کم اصله شو ، چې لومړی يې شهید کړ او بيا يې بزدلي تر دې بریده ورسيده چې جنازې کې يې يوازې د ده د کورنۍ اتو غړو ته د جنازې کولو اجازه ورکړه ؛ یعني له شهادت وروسته يې هم ورڅخه د خپلې بې وجدانۍ لامله ډار وښوده.خو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په مليونونو انسانانو ورته عقيدت وښوده او غايبانه جنازې يې وکړي.
چې پیدا شوې تا ژړل ، خلکو خندل
داسې مړشه چې ته ژاړي او خلک خاندي
ای د پيغمبر ريښتوني پيروي سالاره !
لار به دې نوره هم په ګؤندیتوب تعقیبیږي.

که فکر وکړو دې نتيجې ته به ورسېږو چې سيکولر نظامونه او د دغه ډول نظامونو حاميان د اسلامي نړۍ له سترو شخصيتونو څخه څومره وېره او ډار لري په ژونديني خو ورڅخه هومره وېره لري چې په زندان کې اچولی وو او په مړينې بيا ورڅخه دومره زيات ويريږي چې ان د جنازې د اداء کولو اجازه يې هم چاته نه ورکوي.

همدارنګه د سيکولر او جمهوري نظامونو له لوري د دغه ډول سترو اسلامي اشخاصو اعدامول دا هم په ډاګه کوي چې د دغو نظامونو حاميان خپلو تعهداتو او قوانينو ته څومره وفادار دي. د دوی وفا له دې معلومېږي چې محمد مرسي د جمهوري قوانينو په رڼا کې د ټولټاکنو له لارې واک ته ورسېد مګر د السيسي فطري غلام له لوري په څومره وحشت سره لومړی له واکه ګوښه کړل شو په دويمه مرحله کې بيا زندان ته واچول شو او په دريمه مرحله کې بيا په زندان کې وفات او بيا تر ټولو ستر ظلم پرې دا چې جنازه يې يوازې د کورنۍ مشخصو غړو اداء کړه.

له دې څخه بايد هغه خلک چې مسلمانان د جمهوري قوانينو منلو ته رابولي اخذ وکړي چې جمهوري نظامونه خپلو تعهداتو ته څومره ژمن دي؟

د دغو قوانينو حاميان مسلمانانو ته په هېڅ ډول ژمنتيا نه لري بلکې تر هر څه ورته د خپل بادار له لوري ورکړل شوی امر مهم دی، دوی يوازې هغه څه ته ژمن دي کوم چې يې د بادار خوښه او رضا وي، دا د کفر غلامان هغه کارونه نه کوي کوم چې ګټه يې مسلمانانو ته رسېږي، بلکه دوی دنړیوال طاغوت دخوشالولو په پار هر ظلم ترحم بولي، او په خوشالۍ پرې حمله کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button