څارنوال حشمت عبيدي
په زولنو تړلی په پنجره کې بند یو د پوخ عمر سړی د ظالم او جابر قاضي په مخ کې د خپل ملت په دفاع په لوړ غږ او جګ سر خبرې کوي، کلونه کلونه قید او ډول ډول شکنجو یې عزم نور هم قوي کړی او په خپله خبره هماغسې کلک ولاړ دی، څو دقیقې لا نه وې وتلې چې دا لوړ غږ ودرېد او دا د پوخ عمر سړی په ځمکه راپرېوت، قاضیان په زړونو کې له ځانو سره مسکي شول، ویې ویل: لکه چې خپل هدف ته ورسیدو.
شیبه وروسته د مصر په دولتي تلویزون خبر خپور شو، د مصر لومړنی منتخب ولسمشر او د اخوان المسلمین ګوند رئیس دوکتور محمد المرسي په محکمه کې لومړی ضعف او روغتون ته په لار یې ساه ورکړه.
غیرت او اصلیت که په دښمن کې هم وي مزه کوي، له بده مرغه چې محمد مرسي له یو بې غیرته او کم اصل دښمن سره مخ وو، په دولتي تلویزون یې د هیواد د یو ولسمشر او محترم شخصیت خبر پرته له کوم درناوي او مراسمو خپور کړ چې دا کار خپله د السیسي په بې کفایتۍ او بې عزتۍ دلالت کوي.
محمد المرسي د اخوان المسلمین ګوند له نورو مشرانو راوروسته یقیناً هم چې یو په اسلام او دین مین، دروند او سنګین انسان وو.
هغه چې با انصافه سياسي حریفانو يې هم په مظلوميت ګواهي ورکړې وه، خو د السيسي په نوم د نړۍ تر ټولو بزدله او بي وجدانه څيره، د خپل دغه حريف په وړاندې دومره کم اصله شو، چې لومړی يې شهید کړ او بيا يې بزدلي تر دې بریده ورسيده چې په جنازه کې يې يوازې د ده د کورنۍ اتو غړو ته د جنازې کولو اجازه ورکړه؛ یعني له شهادت وروسته هم ورڅخه د خپلې بې وجدانۍ لامله ډارېده.
خو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په مليونونو انسانانو ورته عقيدت وښوده او غايبانه جنازې يې وکړي.
چې پیدا شوې تا ژړل ، خلکو خندل
داسې مړشه چې ته ژاړي او خلک خاندي
ای د پيغمبر ريښتوني پيروي سالاره !
لار به دې نوره هم په ګؤندیتوب تعقیبیږي

















