په ټوله نړۍ کې ۳٫۸ ملیارده کسان انټرنیټ کاروي

که څه هم په نړۍ کې د انټرنيټ کاروونکي ورځ تر بلې ډېرېږي او خلک یې د بېلابېلو موخو لپاره کاروي، خو د دوی ډېروالی لا هم د پام وړ چټک نه ښکاري.

د تېر ۲۰۱۸ مېلادي کال په پرتله سږ کاله د انټرنيټ کاروونکیو شمېر شپږ سلنه زیات شوی دی او په ټوله نړۍ کې د انټرنېت کاروونکیو شمېر اوس‌مهال ۳٫۸ ملیارده یا د نړۍ ۵۳ سلنې نفوس ته رسېدلی دی.

د برتانوي بانډ انټرنيټ ټرېنډ لاین د راپور له مخې، اوس‌ مهال په اسیا لوی وچه کې ۱۳ ٪،  په افریقا کې ۱۰ ٪ او په شمالي امریکا کې ۹ ٪د نيټ کارکوونکي دي.

تر ټولو زیات انټرنيټ چين کاروي، ځکه د انټرنيټ ۲۱ سلنه کاروونکي په چین کې، ۱۲ سلنه په هندوستان، او ۸ سلنه په امریکا کې ژوند کوي او په دې برخه کې ترکیه په ۱۵ ځای کې راځي.

مربوطه مطالب

Back to top button