بشري حقونه: زورواکي د افغانستان په قضايي نظام کې پراخ نفوذ لري

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۳۰)

د بشري حقونو د څار د اسيايي برخې مسؤوله پاتريشيا ګاسمن وايي، د افغانستان په قضايي نظام کې زورواکان پراخ نفوس لري او نه پريږدي چې عدالت پلی شي.

نوموړې په خپلو تازه څرګندونو کې د فوټبال فدراسيون پخوانی رییس کرام الدين کرام قضيه یاده کړې چې په خبره يې کرام یو زورواکی دی ځکه خو تر نن ورځې نه دی نيول شوی.

ګاسمن د افغانستان په قضايي نظام کې د فساد د شتون او د زورواکانو د نفوس په اړه اندېښنه ښودلې او د هغې د مخنيوي غوښتنه يې کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د روانې په جون مياشتې په اتمه نيټه لويې څارنوالۍ د فوټبال فدراسيون د پخواني مشر د نيولو امر وکړ او کورنيو چارو وزارت هم د هغه نیولو ته جدي دي خو تر اوسه هم نه دی نيول شوی.

په کرام الدین کرام تور پورې شوی چې د فوټبال ښځينه لوبغاړي يې جنسي زورولي دي.

 تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د بشري حقونو کمېسيون او ځينو نورو ادارو په خپلو راپورونو کې ويلي و چې د هيواد پر قضايي سستم د خلکو باور په کمیدو دی، د کليوالو سيمو سربيره په ډيری ولايتونو کې د ښار او دولت تر حاکميت لاندې سيمو خلک هم خپلې قضيې پر طالبانو حل کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button