مرحوم امیرالمؤمنینه ارمان مو پوره کېږي

لیکوال:مولوي حماس “انقیادی”
کلونه وړاندې مرحوم امیرالمؤمنین په یوه وینا کې ویلي و: یوه ورځ به داسې هم ووینو چې، امریکایان به دروسانو او انګرېزانو په څېر مات وي او امپراتوري به یې دړي ـ وړي شي؛ خو زه له خدایه غواړم چې امریکایان هم د افغانانو په لاس مات کړي، ترڅو په لنډه موده کې د دریمې امپراتورۍ دماتؤلو ویاړ هم تر لاسه کړي.
نن زموږ تر منځ مرحوم ملاصاحب نشته، مګر وړاندویېنه او ارمان یې ټکی په ټکی رښتیا کېږي، او مغروره امریکا د باتورو افغانانو په لاسونو دلیست له سر څخه دلیست دپای وخوا ته ګړندۍ روانه ده.
دمظلومې او محکومې اسلامي نړۍ په وینو دمستو، مستکبرو او غاصبو صلیبي خونخوارو غاښونه په افغانستان کې په وتلو دي، دغرور دنګ مینارونه یې یو پر بل پسې په نړېدو دي، او په نږدې راتلونکې کې به اسلامي نړۍ له صلیبي اسارت، او استکبار غاړې خلاصې کړي ان شاءالله العزیر.
د کبر په نیلي سپاره او د پرمختللې ټیکنالوژۍ په نشه مستو او مخمورو امریکایانو، په افغانستان کې د اسلامي نظام د له منځه وړلو لپاره، صلیبي بلاک جوړ کړ او په ډېر غرور یې دعوې پیل کړې چې ګواکې خوار پار او بې وسلې طالبان به په څو ورځو کې ګز ـ ګمبت کړي، لوېشت ـ لوېشت ځمکه به پسې چاڼ کړي ،
له سمڅو او خوندي پټنځایونو به یې راؤکاږي او دنړۍ امن او ښېرازۍ ته له طالبي اسلام (چې دوی یې افراطي اسلام بولي) مواجه ګواښونه به له منځه یوسي.
دا دی دجورج بُش له خوا په ډېر غرور د پیل کړای شوې جګړې یوه نیمه لسیره واؤړېده خو موږ د دې شاهدان یو چې د هرې ورځې په تېرېدو جګړه سختېږي، طالبان نه دا چې له منځه یوړل شوي دي بلکې هره ورځ زیاتېږي او دیرغلګرو خلاف سنګرونه مضبوطؤي.
امریکایۍ رسنۍ ډیلي کالر د امریکایي چارواکو له خولې وایي: د وسله والو طالبانو شمېر د ۲۰۱۴م کال په پرتله دری برابره ډېر شوی دی. ددوی په وینا په ۲۰۱۴م کال کې په افغانستان کې د طالبانو شمېر ۲۰ زره کسه اټکل کېده خو اوس ښایي دغه شمېره تر ۶۰ زرو پورې رسېدلې وي.
له بله پلوه د امریکا د ریاست جمهوري یوه پخواني نوماند او سیاسي شنونکي پیتري په وروستۍ لیکنه کې لیکلي دي چې امریکایانو په افغانستان کې جګړه بایللې ده، او که خپل ځواکونه له دغه هېواد ونه کاږي له سختې ماتې سره به مخ شي.
طالبان له کومه کېږي؟
ځواب یې خورا اسان او ساده دی مګر د پوځي یرغل تر څنګ دغرب فکري یرغل دځینو افغانانو فکرونه دومره تحریف کړي چې دې ته ورته لسګونه پوښتنې یې زموږ لپاره پېچلي کړي دی.
درځئ ددې پوښتنې ریښتینی ځواب د امریکایي یرغلګرو له خولې واورو.
د امریکايي ځواکونو ویاند توماس ګرسبک په دې تړاؤ يوې رسنۍ ته وویل: دطالبانو زرګونه تنه داسې جنګیالي شته دی چې نیمه ورځ له موږ سره جګړه کوي او نیمه ورځ خپل ژوند پر مخ وړي.
له روانو حالاتو، تېرو وړاندوینو او اټکلونو ښکاري چې امریکایان به حتماً دلته ماتیږي او شرمېدلي مخونه به زموږ له ګران هېواده تښتي.



