ایران وايي، د امريکا پرمختللې جاسوسي الوتکه يې ويشتلې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۳۰)

د ایراني رسنيو د راپور له مخې، د دغه هيواد پوځي څانګې (پاسداران انقلاب اسلامي) دعوه کړې چې د امريکا یوه پرمختللې جاسوسي الوتکه يې نسکوره کړې ده.

د ايرنا خبري اژانس د چارواکو له قوله ليکي، چې یاده الوتکه نن سهار د هورموزګان ولايت کې هغه مهال نسکوره کړل شوه چې ايراني حدودو ته داخله شوه.

ويل کيږي چې نسکوره شوې الوتکه آرکیو۴ ګلوبل هاک په نامه ده او تر نورو جاسوسي الوتکو زيات په لوړه فضا کې تر ۳۰ ساعتونو پرواز کولی او په یاده الوتکه کې نصب شوي نوي آلات په انتهايي خراب موسم کې هم په ښه اندازه انځورونه اخيستلی شي.

د امريکا پوځ په سمدستي توګه د يادې الوتکې د نسکوريدو په اړه له معلوماتو ورکولو ډډه کړې.

له تيرو څو مياشتو راهیسې د امريکا او ایران تر منځ حالات ترينګلي شوي چې امريکا منځني ختيځ ته د شاوخوا یونیم زر پوځيانو د لېږلو پريکړه کړې وايي چې دغه پوځيان يې د دفاعي موخو لپاره استولي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button