کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۳۰ غبرګولې، ۱۳۹۸)
د امریکا پوځي سرچینو د خپلې یوې څارګرې “ګلوبل هاک” الوتکې ویشتل منلې دي.
امریکا د الوتکې ویشتل په داسې حال کې مني چې لومړی یې د ایران لخوا هغه ادعا رد کړې وه چې ګواکي سپاه پاسداران ځواکونو د ایران په خاوره کې د امریکا یوه جاسوسه الوتکه ویشتلې ده.
سپاه پاسداران ویلي وو چې د هورموز تنګي سره نږدې د هرمزګان په ولایت کې یې د امریکا یوه الوتکه ویشتلې ده.
واشنګټن لومړی دا خبر رد کړ خو اوس د امریکایي ځواکونو سرچینو ویلي، الوتکه یې ویشتل شوې خو د ایران په خاوره کې نه.
امریکا ویلي چې په نړیوالو اوبو کې یې یوه څارګره الوتکه ویشتل شوې او په وینا یې چې د ایران خاورې ته د دوی الوتکه نه ده دننه شوې.
دا خبر په داسې حال کې خپریږي چې څو ورځې وړاندې هم ایراني ځواکونو د یوې امریکایۍ الوتکې د ویشتلو ادعا وکړه خو امریکا بیا وویل چې د ایران لخوا د دوی په الوتکه برید شوی خو لګیدلې نه ده.
د امریکا او ایران د اړیکو د خرابوالي حالت وروستي حد ته رسیدلی او په هورموز تنګي کې د سختو او خطرناکو حالاتو خبر ورکړل شوی دی.
دا وضعیت وروسته له هغه ډیر کړکیچن شو چې په عمان کې د تیلو په کښتیو برید وشو او امریکا یې پړه پر ایران ورواچوله خو ایران یې نه مني.
امریکا له دې پیښې وروسته ۱۰۰۰ تنه اضافي سرتیري نور هم منځني ختیځ ته ولیږل.

















