کابل ټکی کام (پنجشنبه ، ۳۰ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازي او د یوناما مشر تاداميچي یامامتو پرون د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان په اړه وینا وکړه.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې تېر کال اوربند هیله بښونکی و، خو تر هغه وروسته ۱۲ میاشتو جګړو افغانان سخت ځورولي دي.
دده په خبره د سولې په برخه کې هیلې ټوکېدلي دي، د نړیوالو ذهن د سولې هوکړې رامنځته کېدو ته تیار شوی دی او دغه رامنځته شوی فرصت باید ضایع نه کړل شي.
هغه همدا راز پر ټولو اړخونو غږ کړی چې په افغانستان کې دې په سوله او ټاکنو کې پراخه همکاري وکړي.
دده په خبره راتلونکې تاکنې ښيي چې افغانان سولې او ولسواکۍ ته ژمن دي.
تادامیچي پر نړیوالو غږ کړی چې د ترهګرۍ پر وړاندې د روانې مبارزې په برخه کې هم د افغانستان ملاتړ وکړي او په دغه هېواد کې د روان وضعیت په سمولو او سولې راوستلو کې خپله همکاري و نه سپموي.
یاماموتو په قطر کې له روانو مذاکراتو خوښي وښوده اونړیوال یې دې ته وهڅول ترڅو دطالبانو او امریکایانوله روانو خبرو ملاتړ وکړي.
دده په خبره، ټول اړخونه له جګړې ستړی دي، اوس یې اصل هدف سولې ته رسېدل دي، چې دا موږ دمذاکراتو له لارې لاسته راوړلی شو.

















