اردوغان: محمد مرسي قتل شوی، د مصر له حکومته به یې پوښتنه کوم

کابل ټکی کام( جمعه، ۳۱غبرګولي، ۱۳۹۸)
څو ورځې وړاندې د مصر پخوانی منتخب ولسمشر محمد مرسي په محکمه کې لومړی ضعف او وروسته یې ساه ورکړه.
د محمد مرسي مړینې په ټولو اسلامي هیوادونو کې سخت غبرکونونه راوپارول او د مصر حکومت یې د نوموړي په قتل تورن کړ.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې محمد مرسي قتل شوی او په وینا یې چې دی به دا موضوع همداسې پرینږدي بلکې د مصر له حکومته به د دې پوښتنه کوي.
اردوغان محمد مرسي یو شهید بللی او زیاته کړې یې ده چې د لوړ هدف لپاره یې خپل ژوند قرباني کړ.
نوموړي همدا رنګه له اسلامي هیوادونو هم غوښتي چې د دې مسئلې د تحقیقاتو غوښتنه دې وکړي.
محمد مرسي د تیرو شپږو کلونو راهیسي د السیسي لخوا په زندان کې پروت وو او ویل کیږي چې د جاسوسۍ او د ځیني نورو جرمونو تور پرې لګول شوی وو.
محمد مرسي په مصر کې لومړنی ولسمشر وو چې د ټاکنو له لارې منتخب شو، نوموړی دا مهال د اخوان المسلمین ګوند مشر هم وو.



