امریکايي سناتورانو؛ پرسعودي عرب دامریکایي وسلو دخرڅلاو مخالفت کړی

کابل ټکی کام (جمعه ، ۳۱ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)

امریکايي رسنیو خبر ورکړی چې دامریکایوشمېر سناتورانو پر سعودي دامریکایي پرمختللیو وسلو دپلور مخالفت کړی.

د امریکا مشرانو جرګې، پر سعودي د امریکايي وسلو د خرڅلاو د مخالفت په تاییدولو سره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغو هڅو ته ټینګ ګوزار ورکړی، چې له سعودي سره یې د وسلو د خرڅلاو معامله کړې وه.

ټرمپ تېره میاشت د کانګرس په ناګاره ګڼلو سره له سعودي عربستان سره د شاوخوا ۸ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو د خرڅلاو معاملې مخته بېولو خبره کړې وه، چې دې کار په سیمه کې د سعودي سیال ایران سخت اندېښمن کړی دی.

خو د امریکا مشرانو جرګې پرون درې هوکړې تایید کړې چې د وسلو خرڅلاو پکې ممنوع ګرځول شوی و.

په کانګرس کې د ځینو استازو غوسه په دې وه چې امریکا ولې سعودي ته داسې وسلې ورکوي، چې د یمن په جګړه کې یې د ولسي وګړو د وژلو لپاره کاروي.

پر سعودي د امریکا د وسلو د بندیز د تایید په ورځ برتانوي فعالانو او محکمې هم د برتانوي حکومت د هغې پرېکړې پرضد قضیه وګټله، چې پر سعودي یې وسلې خرڅولې.

کتونکي وايي، ایران به دامریکایي سناتورانو له دې پریکړې خوښ وي، ځکه چې رقیب هېواد یې دپخوا پشان پرمختللې وسلې نلري، اوهغه چې سعودي پرې تکیه کوله؛ هغه چینه هم په وچېدو ده.

مربوطه مطالب

Back to top button