کنړ: د داعش کلابند مشران او کورنۍ يې امريکايي چورلکو پورته کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۳۱)

له تيرو څو ورځو راهيسې د کنړ په یو شمير ولسواليو کې د طالبانو او داعش وسله والو تر منځ نښتې روانې وې.

طالبانو د داعش وسله والو پر مزکرونو او د هغوی تر حاکميت لاندې سيمو باندې بریدونه وکړل چې د ځايي سرچينو په وينا د دیګل دره، د نورګل ولسوالۍ اړوند سيمې او یو شمير نورو سيمو کې داعش وسله والو ته تلفات اوښتي او ډيری سيمې يې له لاسه وتلي دي.

ويل کيږي، له طالبانو سره ځايي خلک هم د داعش وسله والو پر وړاندې پورته شوي دي.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، کله چې داعش وسله وال په نورګل ولسوالۍ  او ځينو نورو سيمو کې شاتګ ته اړ شول نو د يادې ولسوالۍ په مزاردرې کرچندو سيمه کې د طالبانو تر کلابندۍ لاندې و په وينا يې  ” تیره شپه د امریکايي اشغالګرو تر لسو ډيرې الوتکې او هلیکوپترې او د کابل ادارې سلګونه ځمکني عسکر په ټانګونو کې د مزار درې سیمې ته ورغلل اوهلته تر محاصره لاندې د داعشي ملیشو مهم مشران، افراد، کورنۍ، وسلې او مهمات يې په الوتکو کې پورته کړل او د مجاهدینو له بریدونو او نیولو څخه يې وژغورل”.

یوه عيني شاهد د کابل ټکی کام همکار ته وويل، چې د تيرو درې ورځو په ترڅ کې طالبانو د ماڼوګي ولسوالۍ کړنګل دره، د چپې درې ولسوالۍ زياتې سيمې طالبانو نيولي زياتوي “بيګا کومانډويان راغلي و، چورلکې هم ګرځيدلې او د داعشيانو مشران يې له ځانونو سره پورته کړل”.

د يادونې ده، چې تير کال هم طالبانو د جوزجان په درزاب ولسوالۍ پر داعش وسله والو تعرضونه وکړل او کله چې د طالبانو تر کلابندۍ لاندې راغلل نو د ګډ حکومت چورلکې يې مرستې ته ورغلې او ټول يې سره له وسلو سره پورته کړل.

دا په داسې حال کې ده، چې په ننګرهار کې هم تر دې مخکې د ولسي جرګې یو شمير غړو او شنونکو ويلي چې نامعلومه چورلکې د داعش وسله والو ملاتړ ته ورځي او هغوی ته وسلې غورزوي.

دغه راز تر دې مخکې داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې په ننګرهار کې د طالبانو او ولسي خلکو هغه جنګي کرښې بمبار شوي چې د داعش پر وړاندې مقاومت کوي.

که څه هم امريکا او دولتي چارواکي وخت ناوخت له داعش سره د جګړې او پر هغوی د بريدونو راپورونه ورکوي خو طالبان وايي، د داعش ډلې ” تر شا د امریکايي وحشي اشغالګرو لاس دی او ګام په ګام يې تمویل او حمایت کوي” غواړي چې اشغال ته د پاتې کېدو فرصت پيدا کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button