پېښور کې نامعلومو وسلوالو د افغان ډيپلوماټ “همايون يوسفزي” پر کور بريد کړی

کابل ټکی کام  (جمعه، مرغومی ۲۵مه، ۱۳۹۴ ل):

د خیبر پښتونخوا مرکز پېښور اړوند« ټاون» سیمه کې نامعلومو وسلوالو د افغان ډيپلومات پر کور ناپېژاندو وسلوالو برید کړی .

د سیمه یزو رسنیو د خبر په استناد چارواکې وايي، چې دوه تنه موټرسائکل سپرو د جمعې په شپه ناوخته د افغان کونسلګرۍ په يوه ډيپلوماټ “همايون يوسفزي”  پر کور برید کړی، خو چاته په کې ځاني زیان نه ده اوښتی .

چارواکو دغه راز ويلي دي، چې برید ګر له سیمې نه په تېښته بریالي شوي خو په اړه يې تهاڼه کې رپورټ جمعه کړی دی .

خبرځای دغه راز وايي “همايون يوسفزي” په افغان قونسلګرۍ کې د افغان قونسلر د لومړي سکرتر په توګه دنده ترسره کوي.

دغه راز نوموړي رسینو ته په خبرو کې پر خپل ګور د برید پخلی کړی، او ویلي دي چې برید د شپې ۲ بجې او ۲۰ دقیقو باندې صورت وموند، خو مونږ ته کوم ځاني تلفات نه دي اوښتي او دده په وینا  کور مو ډېرو ډزو له امله زیان من شوی دی .

دا بريد په داسې وخت کې ترسره کيږي،  چې دوې ورځې وړاندې دلته په ننګرهار ولایت  مرکز جلال اباد ښار کې د پاکستان پر کونسلګرۍ وسله وال بريد شوى و چې په نتيجه کې يې لسګونه امنیتي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، او پاکستاني ډيپلوماتانو ته کوم زیان نه وه اوښتی .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button