کابل ټکی کام (جمعه، مرغومی ۲۵مه، ۱۳۹۴ ل): دکینیاپولي ته څېرمه د صومالیا «عیل عدي» په سیمه کي دالشباب داسلامي تنظیم وسله والو دافريقايي اتحاديې په یوه مرکز ډله ييز برید ترسره کړی، چي په ترڅ کي يې دکینیالسګونه پوځیان وژل شوي او مرکز دالشباب لاس ته لويدلی دی.
دالشباب داسلامي تنظیم وسله والو دافريقايي اتحاديې په یوه مرکز ډله ييز برید ترسره کړی، چې له امله يې د کینیا هېواد ۵۰ تنه پوځيان وژل شوي .
د برید په اړه د الشباب ډلې مشر احمد حسن ویلي چې د افریقايي اتحاديې دغه لوي مرکز نن د جمعې په ورځ سهار وختي ددوي په لس ګونو وسلوالو له لوري تر برید لاندې راغی.
احمد حسن دغه راز ویلي، چې ددوي زړه ور ځواکونه وتوانېدل چې له کینیايي پوځيانو سره په مرکز کې وجنګېږي .
ددغې ډلې ویاند عبدالعزیز ابو مصعب ويلي، چې نن سهار وختي د جمعې په ورځ پر دغه مرکز باندې لومړی د موټر بم چاودنه ووشوه او وروسته مرکز باندې بریدونه پیل شول، چې له لږ جګړې وروسته د افریقايي اتحاديې له اشغالګرو ځواکونو مرکز ونیوه .
ابو مصعب زیاتوي، چې د کینیا ۵۰ تنه سر تیري په دغه برید کې وژل شوي، او نور پوځيان له جګړې وروسته مرکز پرېښی او تښتېدلي دي .
خو تردې دمه د کینیا هېواد د خپلو وژل شوو عسکرو په اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي .
د ویلو ده، چې د الشباب اسلامي تنظیم یوه اسلامي جهادي ډله ده په دې وروستیو کې يې د صوماليې مرکز او جنوبي سیمو کې یو شمېر ساحې او ښارونه تر خپل کنټرول لاندې راوستلي دي.
سلیم بریال


















