د ویاړ څلې / عبد الله او زهرا

جمع او ترتیب : راشد 

د  ۱۸۷۹  د دسمبر  په مياشت کې چې  کله  خلکو د انګرېزانو د  دوهم   يرغل  په   مقابل کې عمومي پاڅون وکړ ، پدې پاڅون کې د غازيانو تر څنګ د کابل څلور سوه ښځو هم برخه اخستې وه  ، ۸۳ يې شهيدانې شوې وې  ، دوی به په کورونو کې ډوډۍ  پخوله  او  په  اوږو  به يې غازيان  ته ور وړه ، همدا مهال ،  د کابل د عاشقان عارفانو په سيمه کې د يوه نوي زلمي عبدالله کيسه ډېره جالبه او د هر چا د اورېدو شوه  .

د  عاشقان عارفانو د کلي اوسېدونکي زلمي عبد الله په خپل ګاونډ کې له زهرا نومي يوې پېغلې سره نکاح کړې وه ، د دسمبر په ديارلسم مازديګر د عبدالله په کور کې د واده يو مختصر مجلس جوړ شو ، ماښام ته عبدالله پدې مجلس کې ګډون وکړ ، مور يې د هغه په ګوته د واده نکروزي ورکېښودل ، همدې وخت کې ناوې زهرا  اوويل  :  د عاشقانو عارفانو ټول سړي د انګرېزانو جنګ ته ورغلي ، او دلته د عبد الله واده دی ! زلمی عبدالله  د واده له تخت څخه را کوز شو ، زهرا ته يې وويل : رښتيا دې اوويل ، پدې ورځ کې بايده  نر   د جنګ په ميدان کې وي ،   نه د واده په ځای کې ، زه لاړم ، که را ستون نشوم ، شايد زهرا به په بله دنيا کې ووينم ، عبد الله خپلې کوټې ته لاړ او خپله ګردنۍ او تمانچه يې را واخسته او سنګر ته روان شو ، سبا مازديګر ته چې کله غازيان را ستانه شول ، عبد الله شهيد يې هم له ځان سره د بوډۍ مور کور ته راووړ ، ناوې زهرا راغله ، د عبد الله په نکروزو سره شوې ګوته يې ښکل کړه ، د ده مور ته يې وويل : ژاړه مه !  تر څو چې ژوندۍ يم ستا د ځوی عبد الله پر ځای به له تا سره  يم ، له خپلې وعدې سره سم ، تر مړينې پورې زهرا د عبد الله په کور کې وه ، د کابل په ټول ښار د دې کيسه مشهوره او خلکو يې په احترام نوم اخست. روح دې ښاد وي .      

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button