کمال ناصر اصولي: په ولسي جرګه کې دې بیا له سره ټاکنې وشي

کابل ټکی کام( شنبه، ۱چنګاش، ۱۳۹۸)
د ولسي جرګې د ریاست چوکۍ لپاره مخکښ نوماند کمال ناصر اصولي ویلي چې د جرګې د ریاست لپاره دې له سره د نویو نوماندانو ترمنځ ټاکنې وشي.
اصولي وایي چې په ولسي جرګه کې د فزیکې شخړې وروسته هېڅ ډول مصلحت نه مني او په خبره یې چې باید له سره ټاکنې وشي.
خو د میر رحمان رحماني پلویان بیا په دې باور دي چې رحماني زیاتې رایي ګټلي او باید د ریاست په چوکۍ نوموړی کینول شي.
د ولسي جرګې په مشرۍ د تیرو دوو میاشتو راهیسي جنجال دی او دې جنجال اوس قومي او سمتي بڼه خپله کړې ده.
د ولسي جرګې په تالار کې دوه ځل د وکیلانو لفظي شخړه په فزیکې شخړه بدله شوه چې په وروستي ځل پکې میز او چوکۍ هم ماتې شوې.
لا تر اوسه هم د ولسي جرګې برخلیک مالوم نه دی او د شنونکو په اند چې د ملت د کور پیل په فساد او جګړه وشو نو په پای کې به څه تمه ترې وشي.



