کابل ټکی کام( دوشنبه، ۳چنګاش، ۱۳۹۸)
د افغانستان د خبریالانو فدراسیون ویلي چې طالبان دې بیرته خپله هغه اعلامیه واخلي چې ځینو رسنیو ته پکې خبرداری ورکړل شوی وو.
د طالبانو د نظامي کمیسیون لخوا نن سهار یوه اعلامیه خپره شوه چې پکې ویل شوي وو، کومې رسنۍ چې په خپلو اعلاناتو کې د طالبانو په ضد تبلیغات کوي باید په یوه اونۍ کې دا کار پریږدي، کنه په وینا یې مسؤلیت به یې بیا په خپله غاړه وي.
د افغانستان د خبریالانو فدراسیون غړو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د طالبانو اعلامیه د رسنیو پر ازادۍ برید دی او په خبره یې چې رسنۍ د افغانستان د قوانینو په اصولو برابر نشرات کوي نو طالبان باید خپله اعلامیه بیرته واخلي.
د افغانستان د خبریالانو د ارزونې د څار کمېټې غړي صدیق الله توحیدي بي بي سي ته د دې په اړه ویلي:” د دې سوداګرېزو پیغامونو په اړه موږ هم کله کله نېوکې لرلي، چې باید د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا مدیریت شي. پیغامونه باید چې غیر حقیقي نه وي او نه هم باید د خلکو تر منځ د نفاق لامل شي. هېله من یم چې دغه مسئله په جدي ډول و څارل شي.”
د یادونې وړ ده چې څه وخت مخکې هم طالبانو ځیني تلویزونونه له دې کبله پخپلو نظامي اهدافو کې شامل کړي وو چې په دوی پسې یې ناوړه تبلیغات کول.
طالبانو د طلوع او یک تلویزون په خبریالانو له خبرداري وروسته یو برید هم وکړ چې ځیني خبریالان پکې ووژل شول.
















