کابل ټکی کام (جمعه ، ۷ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
نن ځینو دولتي رسنیو ددفاع وزارت له قوله رپوټونه ورکړل چې دلوګر ولایت لپاره دطالبانو والي او یوشمېر نور لوړ پوړي مسئولین یې وژلي دي.
دې وزارت دا ادعا نن کړې، او ویلي یې دي چې برید یې ددې ولایت په څرخ ولسوالۍ کې تر سره کړی.
دفاع وزارت په وژل شویو کې دوالي ترڅنګ د هغه دوه مرستیالان، د څو ولایتونو استخباراتي مسئولین هم یاد کړي.
دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې «موږ دا پروپاګند په کلکه ردوو، په لوګر ولایت کې هيڅ دا ډول پيښه نه لرو.
مجاهد دخپلې خبر پانې په ترڅ کې زیاته کړې، دوښمن له وارخطایۍ سره مخ دی، نه پوهیږي چې څه ډول تبلیغات وکړي، هرڅه چې په خوله ورشي وايي یې.»
د یادونې ده چې تیره ورځ ګډ حکومت خبر ورکړ چې د غزني په دهیک ولسوالۍ کې یې ۷۵ تنه طالبان وژلي دي خو بیګا شپه بیا طالبانو د دهیک ولسوالۍ ونیوله او لسګونه عسکر یې ووژل، ونیول، اوټپیان کړل.

















