کابل ټکی کام (جمعه ، ۷ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
مشهور پاکستاني شننونکي او ژورنالست دغني له تګ وروسته له یوشمېر رازونو پرده پورته کړې.
دپاکستان وتلي ژورنالست سليم ساپي د دې هېواد د جيو تلویزون په بحث کې په زغرده وويل چې غني د آی اس ای له دفتره دمرستې او ملاتړ غوښتنه کړې.
ساپي زیاته کړه، اشرف غني دافغانستان په تاريخ کي هغه څوک دی چي پاکستان ته يي تر ټولوزيات مراعات ورکړي دي خو ظاهراً له دې هېواد سره په سختې دښمنۍ مشهور دی.
نوموړی زياتوي، غني اوس خپل حيثيت له لاسه ورکړی دی او امريکايانوهم څنډي ته کړی، اوس له پاکستانه غواړي چي طالبانو سره يي کېنوي.
ساپي دخپل بحث پر دوام وویل، غني طالبانو سره دکېناستو په بدل کې هرڅه ته تيار دی،حتي د فوځي پريکړو لاسليک ته هم.
ددې خبر تر رسنیز کېدو وروسته ډېری افغانانو په غني کلک انتقادونه کړي، او دخپلې دورې په وروستیو کې یې دېته ورته سفرونه دملي ګټو پرځای دشخصي ګټو ساتنه بللې.
















