غورځنګ
له کومه وخته چې ولسمشر غني پر هېواد واک موندلی او ځان ته يې د منتخب ولسمشر خطاب کړی دی له هغې ورځې راهيسې افغانستان ښه ورځ نه ده ليدلې.
دلته به د ولسمشر غني څو هغه معاملې راواخلو، کومې يې چې د هېواد پر سر له ګاونډيو يا سيمه ييزو او يا هم نورو غربي هېوادونو سره تر سره کړي دي.
تر ټولو لومړی خو هغه خونخوار تړون را اخلو، چې پواسطه يې امریکا او نورو غربي هېوادونو ته د افغانانو وينې بې ارزښته او بې قېمته شوې او بې خاره يې مفتې بهوي، يعنې چاپې اچوي، ولس وژني او نور هر ډول جنایتونه يې چې خوښ وي په ګران هېواد کې يې بې پوښتنې تر سره کوي په داسې حال کې چې همدې تړون ورته د دغه ډول جنايتونو اجازه ورکړې ده.
چې دغه تړون ولسمشر غني هغه وخت بې له دې چې له افغان ولس پکې وپوښتي؛ لاسليک کړ، کله چې د نوموړي د واکمني د پيل ورځې وې او د کرزي د واکمنۍ وروستۍ شېبې وې.
د دغه تړون په اساس امريکايانو د هر ډول جنایتونو اجازه ورکړل شوه، ځکه يې نو اوس بې پوښتنې تر سره کوي.
د هېواد پر سر د ولسمشر غني نورې معاملې که څه هم ډېرې دي خو دلته به يې مشت نمونه خروار راواخلو، کله چې ولسمشر غني له ولسمشر کېدو څخه وروسته په تلوېزيونونو کې په جذابو ويناوو خوله خلاصه کړه نو د دغو ويناوو له جملې څخه يې يوه دا هم وه چې د افغانستان د عوائدو لپاره به هوايي دهلېزونه او لارې جوړووم او دغه عائدات به اروپايي او نورو لرې پرتو هېوادونو ته لېږدووم. خو ومو ليدل چې په عمل کې خبره برعکس وه او د دې لپاره چې ولسمشر غني د امريکايانو په امر افغان ولس د خپلواکۍ له جګړې وغورځوي؛ نو د تجارت هره لاره يې پرې بنده کړه، چې دا بندېدل د افغان کروندګرو لپاره تاريخي زيان او تاوان دی.
له همدې امله سږ کال په د هېواد په داخل کې وطني کښتونه په ډېره کمه بيه خرڅېدل چې د کروند ګرو مصرف شوې پيسې يې هم نشوای پوره کولی، نو ځکه خو په فراه او نورو سیمو کې ګروند ګرو د خپلو پټيو هنداوڼې عمومي سړک ته راووېستلې او د موټرو مخې ته يې وشيندلې.
خو تر ټولو مهمه دا چې له کومه وخته ولسمشر غني په تخت کېناست، نو دا شعار يې ورکاوه چې د پاکستان دښمن دی، او غواړي چې له پاکستان سره هر ډول روابط قطع کړي او د ډېورنډ د کرښې په اړه هم ورسره خبره مطرح کړي، چې په پای کې يې د خبرې مطرح کېدل داسې وو لکه څنګه چې وشول، يعنې د ډېورنډ پر کرښه خاردار سيم تاوول، پاکستان ته پر پاسپوټ رسمي تګ راتګ او په پاکستان کې مېشتو افغانانو ته بې شمېره ستونزې راولاړول يې د هېواد پر سره د معاملو څرګندې بېلګې دي.
ولسمشر غني په خپلو ويناوو کې دا هم ويل چې ګواکې له پاکستان سره د سرحد بندېدل غواړي او هېڅ ډول اړیکو ته يې اړ نه دی، خو اوس چې د همدې مياشتې په اوويشتمه نېټه پاکستان ته تللی او د هغه هېواد په مختلفو پټو پوځي مرکزونو باندې ګرځي او بيا پټ پټ ملاقاتونه کوي، په داسې حال کې چې پاکستانۍ رسنۍ ادعا کوي چې ولسمشر غني د ډيورنډ پر سر له پاکستانيو چارواکو سره خبرې اترې کوي. چې دا يې په خپله د هېواد پر سر د معامله ګرۍ بېلګې دي.
پورتنۍ خبره د پاکستان يوه مشهور ژورنالست او شنونکي کړې چې د افغانستان په تاریخ کې لومړی ولسمشر او واکمن غني دی چې پاکستان ته يې ډېر زيات امتيازات ورکړل او د همدې لپاره له رسنيو څخه په پټه د پاکستان له مختلفو خلکو سره ملاقاتونه کوي.
دې ته ورته چې کوم وخت ولسمشر غني په رسنيو کې وويل چې له اېران سره د اوبو هغه مسئله حل کوي کومه چې له ډېرې مودې راهيسې اېران ته د افغانستان اوبه ځي او حساب ورسره نه کېږي، مګر له پخوا څخه څو چنده زیاتې اوبه اوس اېران ته ځي. چې دا هم د هېواد پر سر د ولسمشر غني د معاملې څرګندونه کوي.
نو ولسمشر غني د هېواد پر سر لا نورې هم ډېرې معاملې کړي دي چې هغه يې لا پټې دي.
















