امریکا په هغو هیوادونو هم بندیزونه لګوي، چې له ایرانه تیل اخلي

کابل ټکی کام( جمعه، ۷چنګاش، ۱۳۹۸)

امریکا له دې وروسته په هغو هیوادونو هم بندیزونه وضع کوي چې له ایرانه خام تیل پلوري.

د ایران لپاره د امریکا خاص استازي براین هوک خبرداری ورکړی چې هر کوم هیواد که له ایرانه تیل واخستل د امریکا لخوا به بندیزونه پرې ولګیږي.

هوک دا خبرې په لندن کې خبریالانو ته کړي دي.

دی دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د هند په ګډون چین او یو شمیر نور هیوادونه له ایرانه تیل اخلي.

ایران یو ځل مخکې د امریکا لخوا د دېته ورته بندیز په غبرګون کې ویلي وو چې دوی خپلو تیلو ته هرو مرو بازار پیدا کولای شي.

امریکا له هغه وروسته پر ایران ډیره رابرګه شوې چې کله سپاه پاسداران ځواک په ایران کې د یوې امریکایۍ څارګرې الوتکې د ویشتلو ادعا وکړه.

امریکا درګرده په ایران تازه بندیزونه وضع کوي او همهاله وړاندیز کوي چې له ایران سره بې له قید او شرط خبرو ته تیار دي خو ایران بیا وایي چې د فشارونو په صورت کې خبرې نه کوو.

مربوطه مطالب

Back to top button