تر عراق ، سوريې او افغانستان وروسته په سوريه کې نا امني ورځ په ورځ مخ په زياتېدو ده . که څه هم د ترکيې امنيتي پوليس د يادو درېو هېوادونو په پرتله په لوړه کچه امنيتي تجربه او مسلکي پوهه لري ؛ خو بيا هم په ترکيه کې ځانمرګو پېښو او چاودنو د يوې خوا خپله ترکي چارواکي او د بلې خوا د امنيت نړيوال سازمان انديښمن کړی دی، چې د سوريې او افغانستان د کډوالو ترڅنګ که غرب ته د ترکيې کډوال هم مخه وکړي ؛ نو په غربي هېوادنو کې د کډوالو د شته ستونزو نه علاوه نورې ستونزې به اروپايي ټولنه ونه زغملای شي.
له همدې امله خو ترکي چارواکي د ترهګرۍ خلاف دوخت څخه د مخه قدمونه اخلي اما سره د امنيتي تدابيرو په ترکيه کې ځانمرګو پيښو انديښنې زياتې کړي دي.
تېره ورځ چې په استانبول سلطان احمد چوک( څلور لاري ) کې ځانمرګې چاودنه وشوه تر لسو زيات کسان پکې ووژل شول او لسګونه پکې ژوبل شول. د ترکيې پلازمني استانبول د پوليسو په وينا کيدای شي د ژوبلو څخه څه کسان چې حالت يې د ډاډ وړ نه دی نور هم ومري.
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان بيړنۍ غونډه راوبلله ، چې په ترکيه کې مخ په زياتيدونکو ځانمرګو پيښو او چاودنو په اړه غور وکړي . دا يوازې د ترکيې د ولس د مرګ او ژوبليدو سازش نه ؛ بلکې د سيلانيانو په سيمه کې چاودنې دهېواد اقتصاد يا د ملاتير ماتول دي ، چې د ترکيې پرخلاف د سازشونو مخه ونيول شي.
طيب اردوغان د بېړنۍ غونډې په وينا کې وويل چې ځانمرګي بريد کوونکي د سوريې طبعه دي ، چې د ورکړل شوي پروګرام سره سم يې د بهرنيو سيلانيانو په سيمه کې چاودنه وکړه . د طيب اردوغان له وينا دا څرګنده شوه ، چې د پيښې قربانيان خپله د استانبول ښاريان او د بهرنيو سيلانيانو په ډله کې زياتره د المان اوسيدونکي دي.
د ترکيې هېواد د ناټو غړی هېواد دی ، چې د امريکا سره يې د افغانستان په مسئله کې هم خپل پوځ د ناټو په چوکاټ کې رالېږلی دی؛ خو دا چې خپله ترکيه ولې د ځانمرګو مرګونو پېښو سره مخ کېږي د دې اندېښنې ځواب نه د ترکيې چارواکي او نه د ناټو غړي نور هېوادونه ورکولای شي. لويه ستونزه دا ده ، چې د دې چاودنې د مخه سوريې او د ترکيې په پوله د سورج په ښار کې درنه چاودنه وشوه ، پکې ۳۰ تنه ووژل شول .
تير اکتوبر کې د اورګاډي سټيشن سره چاودنه وشوه ، ترسلو زيات کسان پکې ووژل شول ، چې د تېرو چاودنو مسؤليت د داعش جګړه مارې ډلې پرغاړه منلی و؛ خو د دې چاودنې مسؤليت تراوسه پورې چا په غاړه نه دی منلی.
د ترکيې د پوليسو په وينا دا ځانمرګی برید که سوريايي غړي هم کړی وي ؛ کار د داعش دی او په دې اړه د ترکيې چارواکي تصميم نيسي ، چې د امريکا لخوا د داعش راپيداکړل شوې ډلې څرنګه د ناټو يو غړی هېواد ترکيه هم په ارام نه پرېږدي او چاودنې پکې کوي. د طيب اردوغان له ويناوو څرګنده شوه ، چې په عراق او افغانستان کې د داعش په موجوديت د تهران پرخلاف ، په سوريه کې د بشارالاسد د نظام پرخلاف خو که د منځنۍ اسيا د نا اراميو لپاره ترکيه کې داعش ځانمرګي بريدونه کوي ، ترکيه به هم په نورو لاروغور وکړي.


















