د پارلماني ټاکنو نېټه به دوشنبې ته اعلان شي

کابل ټکی کام (شنبه ۲۶ مرغومي ۱۳۹۴ ل) احمدالله مهاجر
د افغان ولسي جرګې ټاکنې چې له خپلې نېټې څخه اوښتې دي، ولسمشر یې نېټه د دوبي او مني ترمنځ ښودلې ده.
که څه هم د ټاکنو د ځنډوالي سره، ګډ حکومت تر سختو نیوکو لاندې راغی، خو چارواکي وايي چې د ډېرو سختو مشکلاتو باوجود به د ټاکنو نېټه اعلان کړي.
په ننۍ غونډه کې د ټاکنو کمیسون مشر احمد یوسف نورستاني د ټاکنو د نېټې د اعلان ورځ دوشنبه وښوده.
یوسف نورستاني په یاده غونډه کې وویل چې درې ځله یې له ګډ حکومت سره د پارلماني ټاکنو او نورو ستونزو سره د نېټې د مشخصولو په اړه خبرې کړي دي
. که اساسي قانون ته وکتل شي نو ویلی شو چې پارلماني ټاکنې باید د روان کال په پسرلي کې شوې وای، خو د ګډ حکومت د خپلمنځي جګړو، سیاسي اوضاع او بودیجې د کموالي له کبله وځنډېدلې.



